د بلخ د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت د خوراکي توکو او درملو له ۱۷ پلورنځیو څخه نظارت تر سره کړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۴۷
moph

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت د مزارشریف ښار په دویمه، شپږمه او یوولسمه ناحیه کې له ۱۴ روغتیايي تاسیساتو او ۳ بابه خوراکي توکو پلورنځیو څڅه نظارت تر سره کړ، چې پایله کې یو لابراتوار، یو کتنځای او یو زېږنتون د اړینو اسنادو د نه شتون او روغتیایي معیاراتو ته د نه پاملرنې له امله وتړل شول.

همداراز، د دې نظارت په ترڅ کې، د درملو له یو ګدام، څلور کتنځایونو او د مالګې، مکروني او پاپړو د تولید له درې فابریکو څخه هم پلټنه وشوه.

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلین ټینګار کوي، چې د څارنې دغه پروسه دومداره ده او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

په اسلام‌قلعه بندر کې د قرنطین مرکز د جوړېدو بنسټ کېښودل شو

د هرات اسلام‌ قلعه بندر په صفري نقطه کې د قرنطین مرکز د بنسټ ډبره د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر حنیفي، د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو د استازو په شتون کې کېښودل شوه.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د فاتح میوند عالي لیسې استادانو ته د سالمې تغذیې په اړه د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو تحلیل او سرویلانس ریاست د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي د کارپوهانو ټیم له لوري د فاتح میوند عالي لیسې څه باندې ۳۰ استادانو ته د. . .

BACK TO NEWS