د اکمال تخصص لوی ریاست د ازموینو لپاره د MCQS معیاري پوښتنو جوړولو په اړه ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۴۶
moph

دا یو ورځنی روزنیز ورکشاپ د ډاکټر سهیلا صدیق په تالار کې د مسلکي ازموینو کمېټو ښوونکو لپاره د MCQS پوښتنو چمتو کولو په موخه ترسره شو.

د دې ورکشاپ بنسټیزه موخه د معلوماتو شریکول او د MCQS پوښتنو په معیاري ډول چمتو کولو په اړه د ښوونکو د ظرفیت لوړول وو، چې ښوونکي وکولای شي د اکمال تخصص پروګرام ازموینو لپاره د پوښتنو چمتو کولو کې له هغې څخه کار واخلي، تر څو  ازموینې په معیاري ډول ترسره شي.

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزارت د تخصصي روغتونونو، نظامي روغتونونو او د مؤسسو اړوند روغتونونو ښوونکو ګډون کړی و.

د اکمال تخصص لوی ریاست تل هڅه کړې، چې د ډاکټرانو او ټرینرانو د ظرفیت لوړولو په موخه د تخصصي برنامې د بډایه کولو لپاره علمي معیارونه د اکمال تخصص برنامې له ښوونکو سره شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS