د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
moph

د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري د لیکلي بشپړې ازموینې (Comprehensive) اخیستلو لړۍ پیل شوې او دا پروګرام به دوام ولري.

د عامې روغتیا وزارت د محترم مقام د حکم له په اساس، د (Comprehensive) ازموینې اخیستلو لړۍ د پنجشنبې په ورځ د ۱۳/۲/۱۴۴۷ نېټه د عامې روغتیا وزارت د تخصصي روغتونونو د درنو استادانو او د ازموینو ملي محترمې ادارې په همکارۍ، له هغو (۸۵۸) تنو درنو کاندیدانو څخه چې د مرکز او ولایتونو د تخصصي روغتونونو د شرایطو لرونکي وو او له دې وړاندې د اکمال تخصص لوی ریاست او د ازموینو ملي ادارې له لارې د آنلاین پروسې په واسطه یې ثبت نام شوی وو، په ۲۸ رشتو کې په رسمي ډول پیل شوه او دغه لړۍ به د راتلونکي دوشنبې تر ورځې ۱۷/۲/۱۴۴۷ نېټې، دوام ولري.

یاده دې وي چې د نوموړې ازموینې د اخیستلو لړۍ د اړوندو مراجعو د باصلاحیته ښاغلو استازو او د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی رئیس په حضور کې تر څارنې لاندې ترسره شوه.

د اکمال تخصص لوی ریاست تل هڅه کړې، چې د تخصص پروګرام د بډاینې، د ډاکترانو د پوهې د کچې لوړولو او د خپلو ګرانو هېوادوالو لپاره د تخصصي روغتیايي خدمتونو  وړاندې کولو په موخه علمي معیارونه په هېواد کې پلي کړي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت او نظامي روغتونونو طبي اکمال تخصص بستونو ورودي (انټرانس) ازموینې خبرتیا!

https://nexa.gov.af/ps/short-list

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۴:۲۸
Background image

د  اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د اکمال تخصص پروګرام د تخصصي روغتونونو د متخصص ټرېنر بستونو د ټرېنري ازموینې محترمو نوماندانو د پام وړ:

 ټاکل شوې ده، چې د اکمال تخصص پروګرام ټرینري ازموینه د ازموینو ملي ادارې په . . .

Back to announcements