د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د اکمال تخصص برنامې ازموینه comprehensive
موضوع: د ټریننګ دورې فایلونه
د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص برنامې (comprehensive) ازموینه، د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ اخیستل کېږي.
یو شمېر محترمو نوماندانو تر اوسه پورې د اکمال تخصص لوي ریاست ته خپل د ټریننګ دورې فایلونه نه دي سپارلي، په داسې حال کې چې د ټریننګ دورې فایل د اکمال تخصص comprehensive ازموینې کې د ګډون لپاره اړین دی.
له همدې امله، د دې اعلان په خپرولو سره، د محترمو ډاکټرانو د شهرت جدول د معلوماتو لپاره شریک شوی دی، هیله ده چې دوی به د ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې تر ۲۶ مې نېټې پنجشنبې ورځ پورې خپل د ټریننګ دورې فایلونه د اکمال تخصص لوی ریاست ته وسپاري؛ ترڅو دوی له پورته ذکر شوي ازموینې څخه محروم نه شي، که نه نو وروسته مسؤلیت به د نوماندانو په خپله غاړه وي.
د اړتیا په صورت کې محترم نوماندان کولای شي د لاندې WhatsApp شمېرې سره اړیکه ونیسي.
(۰۷۸۸۲۰۹۶۳۷)