د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
moph

د عامې روغتیا وزارت د طبي تخصصي کادر غړو د پام وړ.

د اکمال تخصص لوی ریاست د تخصصي برنامې استادانو د حقوقو د تامین، د ظرفیت لوړونې او د علمي لاسته راوړنو (څېړونو د پایلو) په موخه ژمن دی، چې د طبي تخصصي کادر غړو ته د قانون له مخې علمي رتبو ته ترفیع ورکړي.

نو په همدې اساس د طبي کادر متخصصینو شوری دویمې ناستې د پرېکړې پر بنسټ، چې د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په مشرۍ جوړه شوې وه، ټاکل شوې کمېټې په عملي توګه د علمي رتبو برخه کې د اسنادو د کتلو چارې پیل کړې او د یادې پروسې د بشپړېدو لپاره به په پرله پسې درې اونیو کې کار ته دوام ورکړي.

له همدې امله هغه محترم استادان چې د پخوانیو اعلانونو سره سم یې د خپلو اسنادو د طی مراحلو په موخه په انلاین توګه نوملیکنه کړې وه، خپل اړوند برېښنالیکونه دې څاري؛ ترڅو د موضوع اړوند راتلونکي معلومات ترلاسه کړي.

د اکمال تخصص لوی ریاست

نېټه: ۳۰ / عقرب/کال ۱۴۰۳ چې د ۱۸/۵/۱۴۴۶ هـ ق سره سمون لري.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت او نظامي روغتونونو طبي اکمال تخصص بستونو ورودي (انټرانس) ازموینې خبرتیا!

https://nexa.gov.af/ps/short-list

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۴:۲۸
Background image

د  اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د اکمال تخصص پروګرام د تخصصي روغتونونو د متخصص ټرېنر بستونو د ټرېنري ازموینې محترمو نوماندانو د پام وړ:

 ټاکل شوې ده، چې د اکمال تخصص پروګرام ټرینري ازموینه د ازموینو ملي ادارې په . . .

Back to announcements