د افغانستان اسلامي امارت د عامی روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر ډاپینګ سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۹:۱
polio

په دی ناسته کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د هېواد په نیږدې او لرې پرتو سیمو کې هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته په اشارې وویل، د افغانستان اسلامي امارت له واکمنېدو راپدېخوا ټولو هېوادوال اوسمهال له معیاري روغتیايي خدمتونو برخمن دي او ولسونو ته په وخت د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول زموږ مسئولیت دی، چې د تېر په پرتله په روغتیايي خدمتونو کې د پام وړ بدلون راغلی او ولس په خپلو روغتیايي کارکوونکو او روغتیايي خدمتونو باور پیدا کړی دی.

د میندو او ماشومانو روغتیايي وضعیت د تېر په پرتله ډېر ښه شوی، د ساري ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د پام وړ کار شوی دی او د نورو برخو ترڅنګ د واکسین د تطبیق په برخه کې زیات پرمختګ شوی دی، چې دا ټول د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت او د کورنیو او بهرنیو همکارانو د ژمنتیا او زیار پایله ده.

ډاکټر ډاپینګ چې د شاوخوا درېو کلونو را پدېخوا په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر پاتې شوی دی د عامې روغتیا وزیر له غوره رهبرۍ او په روغتیايي برخه کې د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او ویې ویل چې تل به هڅه کې وي؛ تر څو د افغانستان د روغتیايي سیستم سره همکار و اوسي.

په پای کې د عامې روغتیا ښاغلي وزیر د روغتیا په برخه کی د روغتیا نړیوال سازمان د مشر ترسره شوي فعالیتونه او هڅې وستایلې او د الله تعالی له دربار څخه یې په نوي  دنده کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS