د ارزګان ولایت دهراود ولسوالۍ کې د درې سوه پنځه اتیا زره ډالرو په لګښت د سيکزي نوی روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
دغه روغتیایي مرکز چې د UNHCR په مالي لګښت جوړ شوی، پرانیستې مراسمو کې یې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي، د ارزګان والي مولوي عبدالرحمن کندوزي، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو شتون درلود.
یاد روغتیایي مرکز (NEW CHC) په ۵۰۹۶ متره مربع ځمکه جوړ شوی، چې په فعالیت سره به یې د سیمې اوسېدونکي له اړینو روغتیایي خدمتونو برخمن او ګڼې روغتیایي ستونزې به یې حل شي.
