د ارزګان له روغتیايي مرکزونو څخه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو  مرستیال لیدنه

Panah_moph
شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۴ - ۱۱:۵۹
د ارزګان له روغتیايي مرکزونو څخه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو  مرستیال لیدنه

 د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو  وړاندې کولو مرستيال ډاکټر حبیب الله آخندزاده د ارزګان ولایت له روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه او په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې وڅیړل.
 د عامې روغتيا وزارت مرستيال وويل، چې د دغه ولايت روغتيايي مرکزونو ته يې د سفر موخه د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو ارزونه او د دغه ولايت د روغتيايي ننګونو حلول  دي.
 د عامې روغتیا وزارت مرستیال د دغه ولایت د روغتیايي ننګونو د ارزونې پرمهال ژمنه وکړه چې د شته ننګونو په حل کې به همکاري کوي.
 ډاکټر آخندزاده دغه راز د دغه ولایت له والي محمد خان دعوت  سره هم وکتل او په دغه ولایت کې یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS