د ا.ا ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپلې کاري دفتر کې د سمنګان له والي، ملا شعیب رسالت سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۵:۱
MOPH

په دې لیدنه کې د یاد ولایت روغتیايي خدمتونو پر څرنګوالي، د ولسوالیو پر کچه روغتیايي خدمتونو د پراختیا او ستونزو د حل اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د هېواد لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته د روغتیايي خدمتونو رسول او د دې برخې پراختیا له خپلو لومړیتوبونو وباله او ویې ویل: " هڅه مو شروع کړې، چې د روغتیايي خدمتونو  پراختیا او ولسونو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې معیاري عمومي روغتونونه جوړ کړو؛ ترڅو د هېواد ټولو وګړو ته په مساویانه توګه معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې شي".

بل لور د سمنګان والي د روغتیايي خدمتونو پراختیا مهم ګام یاد کړ  او په دې برخه کې یې د روغتیا وزارت رهبرۍ هڅې وستایلې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۲
Background image

په کابل کې د ۱۰۰ بستریز د زړه ناروغیو روغتون د جوړېدو په اړه انلاین ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو د اسلامي پراختیايي بانک او د بنګله‌ دېش د (DDCL) شرکتونو له استازو سره په کابل ښار کې د زړه ناروغیو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو په موخه انلاین ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۳۲
Background image

د کابل، غزني او لغمان ولایتونو په یو شمېر ښوونځيو کې د نشه‌ یي توکو مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

دغه پروګرامونه د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست اړوند د کابل ولایت د روږدو درملنې ۱۰۰۰ بستریز روغتون مسؤلینو د ياد ولایت د استقلال عالي لېسې او استاد محمد صدیق پسرلي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې د عامې روغتیا وزارت له لوري پر هوټلونو، قصابیو او ښوونځیو نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلينو له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له یو شمېر هوټلونو، قصابیو او ښوونځیو څخه لیدنې او نظارتونه ترسره شول

په یادو لیدنو او نظارتونو. . .

BACK TO NEWS