د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ قومي مخورو سره وکتل

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۰:۲۹
MOPH

په دې کتنه کې په زرمت ولسوالۍ کې د عمومي روغتون جوړېدو او د ولسوالۍ کچې روغتون د ارتقاء او تجهیزاتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د زرمت قومي مشرانو ناروغانو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول مهم وباله او په همدې موخه یې د روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه په یادې ولسوالۍ کې د عمومي روغتون جوړېدو غوښتنه وکړه.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د قومي مخورو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او د بشپړې همکارۍ او پاملرنې ډاډ یې څرګند کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۶
Background image

د بغلان ولایت دوشې ولسوالۍ کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیايي کتنځايونو او د خوراکي توکو له تاسیساتو څخه نظارت ترسره شو

په دې پروګرام کې له ۳۱ بابه روغتیايي تاسیساتو، ۳ بابه رسټورانټونو او د شېریخ‌ جوړولو څخه د دوشې ولسوالۍ د کیله‌ ګي بازار کې نظارت ترسره شو، چې پایله کې يې ۵ روغتیايي کتنځايونه د جواز نه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲
Background image

په اوو ولایتونو کې د واکسیناسیون په اړه د عامه پوهاوي غونډې ترسره شوې

د ننګرهار، خوست، پروان، پنجشیر، جوزجان، فراه او بادغیس ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو اړوند د کتلوي معافیت ملي پروګرام امریتونو له لوري «واکسینونه د هر نسل لپاره مؤثر دي» تر شعار لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د غزني ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون ته د شاوخوا ۱۳ زره امریکایي ډالرو په ارزښت اړین توکي واخیستل شول

دغه توکي د یاد روغتون د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او د ناروغانو درملنې بهیر د لا ښه والي په موخه د ځوانانو روغتیايي او پرمختیایي مؤسسې (YHDO) په همکارۍ اخیستل شوي دی.

BACK TO NEWS