د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیا وزارت د نوې جوړې شوې ملي پالیسۍ اړوند نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ او تشریح ورکشاپ کې ګډون وکړ

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۹:۳۷
moph

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي  عبدالولي حقاني، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، مرکزي رییسانو د روغتیا برخې کورنیو او نړیوالو شریکانو ګډون درلود.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیا وزارت له لوري نوې جوړه شوې ملي پالیسي د روغتیايي سیستم د پرمختګ ، د چارو د لا ښه والي ، خودکفایۍ او نړیوالو همکارانو سره د منظمو اصولو او کړنلارو عملي کولو لپاره اړینه وبلله او د روغتیا برخې له کورنیو او نړیوالو شریکانو یې غوښتنه وکړه چې د یادې پالیسۍ په ښه تطبیق کې خپلې هڅې دریغ نه کړي.

د عامې روغتیا وزیر وویل: " له خپلو کاري شریکانو سره د منظمو اصولو او ګډې همغږۍ له لارې به د یادې پالیسۍ پر مټ د روغتیايي برخې لومړیتوبونه نظر کې نیسو،  څو په ټول هېواد کې روغتیايي خدمات پیاوړي او ولس ته د اسانتیا رامنځته کېدو سبب شي".

د نوې جوړې شوې پالیسۍ تطبیق سره به د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد ټولو وګړو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو تر څنګ، دې برخه کې ګڼ شمېر پرمختګونه رامنځته شي چې تر ډیره به د روغتیايي سیستم د پراختیا او خودکفایۍ لپاره هڅې تر سره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۲۷
Background image

ډاکتر نعیم‌الله ایوبي په بنګله‌دېش کې د صادراتو ادارې له مشر سره د درملو پر صادراتو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، ډاکتر نعیم‌ الله ایوبي بنګله‌ دېش ته د سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د صادراتو د پراختیا ادارې له رئیس، محمد حسن عارف سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۵۰
Background image

مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان له مرستیال سفیر او د درملو شرکتونو له پلاوي سره د روغتیايي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد له مرستیال سفیر، ښاغلي جمشید بدلوف او د یاد هېواد د درملو جوړولو شرکتونو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۴۹
Background image

الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي په بنګله‌دېش کې د درملو د تنظیم ادارې له مشر سره وکتل

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس الحافظ ډاکټر نعیم‌ الله ایوبي او مل تخنیکي ټیم بنګله ‌دېش ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د درملو د. . .

BACK TO NEWS