د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د نري رنځ (TB) د کنټرول ملي پروګرام د بیاکتنې او ارزونې غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۴:۳۸
moph

دا غونډه چې موخه یې د نري رنځ د کنټرول ملي پروګرام د تېرو فعالیتونو او لاسته راوړنو ارزونه، د نیمګړتیاوو او ستونزو حل، د راتلونکو پنځه کلونو لپاره د ملي ستراتیژیک پلان بیاکتنه، اصلاح او د درېو کلونو لپاره د ځانګړې بودیجې ترلاسه کول و، په کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وقایوي طب لوی رئیس ډاکټر حیدر خان حیدر، د اړوند ریاست مسؤلینو، روغتیا نړیوال سازمان استازو او د نري رنځ د کنټرول ملي پروګرام تخنیکي ارزونکو ګډون درلود.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د نري رنځ ملي پروګرام له تخنیکي ارزونکو څخه مننه وکړه او ویې ویل، دا ارزونه زموږ لپاره یو فرصت دی، چې شته نیمګړتیاوې او ستونزې په نښه او ورته لازمې حل لارې ومومو.

ښاغلي مرستیال زیاته کړه، دا ډول ارزونې د نري رنځ د کنټرول او اصلاح لپاره بنسټیز ارزښت لري او موږ ستاسې مسلکي قضاوت او علمي لید ته په درنه سترګه ګورو.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب لوی رئیس، ډاکټر حیدر خان حیدر له نړیوالو او داخلي تخینکي همکارنو څخه مننه وکړه او د شته ستونزو پر حل او ګډو همکاریو یې ټینګار وکړ؛ تر څو ستونزې حل او د نري رنځ ساري ناروغي په بشپړ ډول کنټرول شي.

بل لور د تخنیکي ارزونې ټیم او روغتیا نړیوالو سازمان استازو هم په یاده برخه کې خپل نظرونه او معلومات شریک کړل او هم یې په دغه برخه کې د خدماتو ښه والي په موخه یو شمېر وړاندیزونه وکړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل ولایت په جنوب کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د نرخونو کنټرول، احتکار او انحصار مخنیوی، کیفیت خوندیتوب او د روغتیایي قوانینو د. . .

BACK TO NEWS