د «اداري مراسلاتو، ملکي خدمتونو، د کارکوونکو اجرأتو، د ارزونې پروسې او د فورمونو تشریح او توضیح» تر عنوان لاندې یو ښوونیز پروګرام، چې پر نشه‌یي توکو د روږدو درملنې روغتون کې ۱۰ تنو کارکوونکو لپاره جوړ شوی و، پای ته ورسېد

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۲:۹
moph

یاد ښوونیز پروګرام د کاري ظرفیت لوړولو، د اداري نظم ښه‌والي او د اداري مراسلاتو له سمو اصولو او د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د اجرأتو د ارزونې پروسې د فورمونو د سمې ډکولو له طریقې سره د کارکوونکو د بلدتیا په موخه ترسره شوی و.

د دې پروګرام په ترڅ کې ګډونوال په عملي بڼه د اجرأتو د ارزونې پروسې له بېلابېلو پړاوونو، د اجرأتو د سنجش له معیارونو، اداري مسؤلیتونو او د رسمي مکتوبونو د سم ترتیب او لېږد له طریقو سره اشنا شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS