خوست کې له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۵۵
moph

یاد نظارت د خوست د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې یو روغتیایي کتنځای د قانوني جواز نه لرلو، یو روغتیایي کتنځای د شفري نسخو لیکلو او د پښتورګو درملنې اړوند تجهیزاتو یو پلورنځی د مسلکي شخص نه شتون او لوړ قیمت پلور له امله وتړل شول.

دغه راز، د روغتیایي مرکزونو او هوټلونو مسؤلینو ته د روغتیایي قوانینو، نظافت او حفظ الصحې مراعتولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو د خلکو روغتیا خوندي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS