تېر یو کال کې د پروان په ولایتي روغتون کې شاوخوا (۲۱۰۱) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۳:۴۲
MOPH

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۱۴۷۷) ستر او (۶۲۴) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په وړیا او بریالۍ توګه ترسره شوي دي.

د جراحي عملیاتونو ترڅنګ په دغه روغتون کې (۲۵۸۲۶۰) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۱۲۵۸۸) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.