ایچ آی وي (HIV) له دغو لارو څخه نه خپرېږي
۱- لاس ورکول، خبرې کول، ښکلول او غاړه ورکول
۲- په هغه لوښي کې ډوډۍ خوړل یا اوبه څښل چې په ویروس اخته کس ترې ګټه اخلي.
۳- د اوبو د ګډ حوض څخه ګټه اخیستل.
۴- د ټیلیفون ګډه کارونه.
۵- د تشناب ګډه کارونه.
۶- د حشراتو د چيچلو له لارې.