د خوست، ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص برنامې له بهیر څخه نظارت ترسره شو
د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست څارنې ټیمونو یادو ولایتونو ته د رسمي سفر په ترڅ کې د ذکر شویو ولایتونو د تخصصي روغتونونو د رهبرۍ، ټریننګ مسؤلینو، د څانګو مسؤلینو، ټرینر متخصصینو او ټریني ډاکټرانو سره د اکمال تخصص برنامې د معیاري کولو په اړه غونډه تر سره کړه.
په دې غونډه کې د اکمال تخصص برنامې د معیاري کولو او د اکمال تخصص لوی ریاست موخو ته د رسېدو په اړه بحث تر سره او همدارنګه د نصاب پلي کول لکه (Logbook، bedside teaching ،Morning report، Morning visit، Case presentation) د دې غونډې له نورو مهمو موضوعاتو څخه وو، چې په اړه یې هر اړخیز بحث او خبرې تر سره شوې.
د یادونې وړ ده، چې دا پروسه د مرکز او ولایتونو په تخصصي روغتونونو او اړوندو تخصصي روغتونونو (نظامي او خصوصي تخصصي روغتونونو) کې هم پلي کېدای شي.
