په کاپیسا ولایت کې تاريخ تېر شوي ١٥٩ قلمه دوايي توکي وسوځول شول.
 
              د کاپيسا ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر موسى جان طه په دغه ولايت کې د درملتونونو او خصوصي روغتونونو د پلټنې خبر ورکوي.
 ډاکټر طه وويل، چې په دې پلټنه کې د تاريخ تېر شوي  ١٥٩  دوايي توکي، چې وزن يې شاوخوا ٣١٣٠ کيلوګرامه دى، د ګډ هيأت  له خوا راټول او وسوځول شول.
