د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او لغمان لپاره له OPHA مؤسسه سره د ۶۴۱ زره ډالرو تړون لاسليک شو

rasooli_admin
Sat, Feb 28 2026 1:55 PM
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او لغمان ولايتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له OPHA مؤسسې سره (۶۴۱۸۰۸) د شپږ سوه یو څلوېښت زره او اته سوه اته ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو:

دا تړون د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به يې د ۹ بنسټیزو (BHC) روغتيايي مرکزونو له لارې د ننګرهار او لغمان ولايتونو اوسېدونکو ته لومړني روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلينو وويل، ياد تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، ورته د لاسرسي زياتولو او د ولس د روغتيايي ستونزو کمولو په موخه لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د ننګرهار او لغمان ولایتونو ۱۱۳ زره او ۶۰۰ تنه اوسېدونکي له لومړنیو خدماتو برخمن او ۹۰ تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.

بل لور، د OPHA مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د څه باندې یو کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

Latest news

Sat, Feb 28 2026 2:02 PM
Background image

Six-Day IMNCI Training Held for Ghor Province Health Center Heads

The ceremony was attended by Abdul Wahid Hamas, Director of Public Health in Ghor, Dr. Mohammad Barak, Director of the BARAN Organization’s provincial office, and several other. . .

Sat, Feb 28 2026 1:51 PM
Background image

Ministry of Public Health and Health Cluster Hold Joint Meeting with Donors and National and International Organizations

The meeting, attended by Mawlawi Mohammad Dawood Mansoori, Director of International Relations and Aid Coordination, and Dr. Zahidullah Rasooli, Advisor to the Deputy of Policy and. . .

BACK TO NEWS