د عامې روغتیا وزارت د کانګو ناروغۍ په اړه د ۳۴ ولایتونو روغتیايي کارکوونکو ته دوه ورځنی ښوونیز پروګرام ترسره کړ
د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ولایتي روغتونونو مسلکي کارکوونکو ته د کانګو (CCHF) ناروغۍ په اړه دوه ورځنی ښوونیز پروګرام ترسره شو
دغه پروګرام د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د کانګو ناروغۍ د تشخیص، مخنیوي او مدیریت برخه کې د هغوی د پوهاوي زیاتولو په موخه جوړ شوی و، څو ناروغانو ته اغېزمن او معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.
د ياد پروګرام ګډونوالو د دوامداره روغتیايي زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او دغه ډول پروګرامونه یې د روغتیايي خدماتو کیفیت ښه والي او د ساري ناروغیو پر وړاندې د لا ښه چمتووالي برخه کې ګټور وبلل.
