د کاپیسا ولایت ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ۱۲۶ قلمه طبي وسایل ووېشل شول
دغه وسایل چې ارزښت یې څه باندې ۲۵۰ زره امریکایي ډالره دی، د ټولنې پیاوړتیا او پراختیا (OCED) مؤسسې له لوري د کاپیسا ولایت ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شول.
د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي، چې دا تجهیزات به د روغتیايي خدمتونو په کیفیت ښه والي، د درملنې بهیر کې د اسانتیا رامنځته کولو او په روغتیايي مرکزونو کې د شته ستونزو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
