د عامې روغتیا وزیر د WHO له مشر سره د روغتیايي خدماتو پر پراختیا خبرې وکړې

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۴:۴۹
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ډاکټر ایډوین سنیزا سلواډور او د یاد سازمان او نورو مسؤلینو سره د یو شمېر مهمو موضوعاتو اړوند لیدنه ترسره کړه:

په دې لیدنه کې د روغتیایي خدماتو پر پراختیا، ظرفیت لوړونې، د سرطاني ناروغيو اړوند خدماتو د پراختیا، کړنو پر د مهال همغږۍ، د روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې شفافیت او د راتلونکو ناستو پر اجنډا، څرنګوالي، همغږۍ او اړوندو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر وویل:( زمونږ لپاره د عامې روغتیا وزارت ملي پالیسي او د ملي ستراتیژۍ سندونه مهم دي او باید د همدې سندونو پر اساس د عامې روغتیا وزارت لومړیتوبونو او اړتیاوو ته په نظر کولو سره روغتیایي خدمات تر سره او پروژې تطبیق شي).

 ښاغلي وزير همداراز، د روغتیا نړیوال سازمان له مسؤلینو څخه د شفافیت او ښې همغږۍ ته د زیاتې پاملرنې او اړینو اقداماتو غوښتونکی شو؛ تر څو د روغتیایي خدماتو کیفیت لوړ او خلک په سمه توګه روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ولري.

بل لور، د روغتیا نړیوال سازمان مشر ژمنه وکړه، چې هڅه به یې د عامې روغتیا وزارت سره دوامداره همغږي او د وزارت له پالیسۍ او لومړیتوبونو سره سم د اړتیا وړ خدماتو تنظیم او وړاندې کول وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۴:۱۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پولیو (ګوزڼ) پروګرام د ملاتړ او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا په موخه بین‌الوزارتي غونډه تر سره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي، د پوهنې وزارت، لوړو زده کړو وزارت، د ارشاد،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۴:۰
Background image

په یو کال کې له ۷۲۸ روغتیايي مرکزونو نظارت ترسره شوی

ېر یو کال کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ګډ نظارت پایله کې ۷۲۸ روغتیايي مرکزونو څخه نظارت تر سره شوی دی، چې له دې ډلې ۱۴۶ طبي لابراتوارونه، ۲۶ د ډاکټرانو ټولنې او فیزیوتراپي. . .

BACK TO NEWS