د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت کې لومړي ځل لپاره د سنتي طب د درسي نصاب جوړولو او بشپړولو غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۸:۵۴
mpoh

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمد الله زاهد، د روغتیا وزارت مرکزي رئیسانو، ګڼ شمېر حکیمانو او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د سنتي طب لپاره د یو معیاري نصاب په جوړېدو خوښي څرګنده او د نوموړي نصاب څخه یې د ښې استفادې غوښتنه وکړه.

ښاغلي وزیر وویل:( په ډیری نږدې هېوادونو کې سنتي طب شته، خو په افغانستان کې ډېر کمرنګه وه؛  زما امید  همدا و، چې سنتي طب معیاري شي، نو په همدې اساس له هغو کسانو مننه کوم چې په ډېر لنډ وخت کې یې له ګڼو سرچینو څخه په ګټې اخیستنې سنتي طب ته معیاري نصاب جوړ کړ، چې په مرسته به یې دغه برخه لا پیاوړې شي).

په یادو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، مولوي حمد الله زاهد سنتي طب د افغانستان د علمي او کلتوري میراث یو مهمه برخه یاده کړه او دې برخې ته یې د نصاب جوړول یو ارزښتمن ګام وباله.

ښاغلي مرستیال دغه راز زیاته کړه، چې دا نصاب  لومړی د عامې روغتیا وزارت اړوند انسټېټیونو کې شامل او په بېلا بېلو پړاوونو کې به د هېواد ټولو حکمیانو ته د ورکشاپونو له لارې تشریح شي.

ښاغلي حمد الله زاهد ډاډ څرګند کړ، چې د شته امکاناتو څخه په لازمې ګټې اخیستنې به د سنتي طب معیاري کېدو په موخه لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي؛ تر څو د خلکو د مناسبې استفادې لامل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۳۷
Background image

په سرپل ولایت کې ۱۷ ټنه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي او درمل له منځه يوړل شول

دغه توکي چې د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي وو، د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یوړل شول.

د سرپل عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۱
Background image

چارو ته پر ټاکلي وخت د رسېدنې په موخه د رهبرۍ بورډ دوه ویشتمه غونډه ترسره شوه

دا غونډه د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د دې وزارت د مرستيالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د يو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه بحث. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۰
Background image

د تېرې شپې زلزلې له امله د ټپي شوي ماشوم له روغتيايي وضعيت څخه ليدنه تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ځانګړې سپارښتنې پر اساس د دې وزارت د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، ډاکټر شرافت زمان امرخېل او مل پلاوي اندراګاندي د ماشومانو. . .

BACK TO NEWS