د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له ریاست څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۹
MOPH

په دغه لیدنه کې له ښاغلي وزیر سره د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف په بېلابېلو روغتیایي برخو کې د ترسره شویو خدماتو، د مراجعینو لپاره د یو لوی جوړ شوي پارک، د ریاست په داخل کې د رغنیزو چارو او یو لوی مسجد د جوړېدو په اړه معلومات شریک کړل.

د عامې روغتیا ښاغلي وزیر په یادو ترسره شویو رغنیزو چارو خوښي وښوده او د عامې روغتیا رئیس ته یې لارښوونه وکړه، چې ناروغانو او مراجعینو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۲:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت پلاوي د ترکیې د Başakşehir Çam ve Sakura Şehir له پرمختللي روغتون څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم او مل پلاوي ترکیې هېواد ته د سفر په ترڅ کې له Başakşehir. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت پلاوی په ترکیه کې د FUJIFILM HEALTHCARE له نړیوالې کمپنۍ سره د طبي ټکنالوژۍ پر پرمختګونو خبرې کوي

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم او مل پلاوي ترکیې هېواد ته د سفر په ترڅ کې د FUJIFILM. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۳۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر په کنړ کې د نوي ابتدایي روغتیايي مرکز ودانۍ پرانیسته

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، کنړ ولایت ته د رسمي سفر پر مهال د دې ولایت په تیشې سیمه کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یو ابتدایي روغتیایي مرکز. . .

BACK TO NEWS