د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ختیځ روغتیايي کمپلکس له رغنیزو چارو او د روږدو درملنې ۱۷۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۲
MOPH

په دې لیدنه کې چې د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف او یو شمېر نورو مسؤلینو یې هم ملتیا کوله، د عامې روغتیا وزیر وویل: د ساختمان برخې مسؤلینو ته لارښوونه شوې، چې د ختیځ کمپلکس د چارو چټکتیا په موخه هڅې لا ګړندۍ کړي او زیاته یې کړه، دغه کمپلکس د ختیځ ولسونو لپاره ځانګړی ارزښت لري، چې ژر به یې چارې بشپړې او د ناروغانو په درملنه کې به ځانګړی رول ادا کړي.

دغه راز، ښاغلي د روږدو درملنې ۱۷۰ بستریز روغتون کې په ترسره شویو رغنیزو چارو خوښي څرګنده او مسؤلینو ته یې د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS