په کندهار ولایت کې له یو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۰:۵۴
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د مور او ماشوم د روغتیایي حقوقو د ملاتړ ریاست مسؤولینو کندهار ولایت ته د درې ورځني سفر په ترڅ کې د سیمه ییز روغتون نسایي او ولادي څانګې، د ماشومانو او نويو زېږېدلو کوچنیانو څانګې، د یخ کاریز بنسټیز روغتیايي مرکز او د کندهار ولایت د شپږمې ناحیې د مور او ماشوم د روغتیایي مرکز څخه لیدنه تر سره کړه.

د دې لیدنې په ترڅ کې د مور او ماشوم د روغتیایي حقوقو د ملاتړ څانګې مسؤولینو په یادو مرکزونو کې د مثبتو کړنو څخه؛ لکه پاک او منظم چاپیریال ، د دندې پر مهال د کارکوونکو منظم شتون، طبي اخلاقو ته پاملرنه، د میندو او ماشومانو لپاره د ۲۴ ساعته خدماتو وړاندې کول، د ناروغانو د لېږدولو لپاره د امبولانسونو شتون او په غوره توګه ورته د بېړنیو خدماتو وړاندې کولو ستاینه وکړه.

سربېره پر دې د روغتیایي مرکزونو او سیمه ییز روغتون د بېلا بېلو برخو څخه د لیدنې پر مهال مسؤلینو ته د ستونزو حل په موخه لازمې سپارښتنې تر سره شوې ، مسؤولینو د مور او ماشوم د روغتیايي خدماتو د ښه والي په موخه یو شمېر نور مهم موضوعات هم د اړوندو مسؤلینو سره شریک کړل؛ تر څو ناروغانو ته معیاري روغتیایي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۲۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر په هند کې د چاپېریال او بهرنیو اړیکو له وزیر سره د روغتیايي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي هند هیواد ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د دې هیواد د چاپېریال، ځنګلونو او اقلیم بدلون وزارت او د دولت په چارو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۲:۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د نړيوال سوداګريز سازمان (WTO) سره د ژمنو د همغږۍ غونډه تر سره شوه

یاده غونډه د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري نړیوالو بازارونو ته د هېواد د سوداګرۍ د اسانتیاوو برابرولو په موخه د نړیوال سوداګریز سازمان (WTO) له مسؤلینو سره د صنعت او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د عامې روغتیا وزیر په هند کې د میکس او میټرو د زړه فوق‌تخصصي روغتونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د افغانستان لپاره د هند سفارت سرپرست کرن یادف سره په ګډه د میکس فوق تخصصي. . .

BACK TO NEWS