د عامې روغتیا وزارت اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون سره د ۹۰۰۰۰ ډالرو په ارزښت د یو شمیر طبي وسایلو مرسته وشوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۱۶
MOPH

یاده مرسته د فاطمه خیریه بنسټ له لوري وشوه، چې په کې ۳۰ پایې انکیوبیټرونه (incubators)، ۹ عدده وارمر (Warmer) ماشینونه، ۹ عدده د فوټوتراپي (Phototherapy) ماشینونه او دوه عدده د فیټل ډوپلر (Fetal Doppler) ماشینونه شامل دي.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوی طب لوی رئیس، ډاکتر وحدت الکوزي د یادې مرستې له امله د فاطمه خیریه بنسټ له مؤسس حاجي فرید او مسؤلینو څخه مننه وکړه او یاد ماشینونه یې د نویو زیږیدلو ماشومانو د روغتیا خوندیتوب او درملنې لپاره مهم وبلل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست د تخنیکي کمېټې غونډه تر سره شوه

دا تخنیکي کمېټه د عامې روغتیا وزارت د محترم مقام له حکم سره سم جوړه شوې ده، چې یاده غونډه یې د ټرینر او ټریني ډاکټرانو د چارو په برخه کې د اسانتیا او حل لارې موندلو لپاره ترسره کړه، کوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۸
Background image

د پروان ولایتي تخصصي، شاه امان الله غازي او پنجشیر ایمرجنسي روغتونونو کې د اکمال تخصص برنامې له روان بهیر څخه نظارت تر سره شو

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست تر چتر لاندې د عملیاتي ریاست څارنې ټیم د پروان ولایتي تخصصي، شاه امان الله غازي او پنجشیر ایمرجنسي روغتونونو ته استول شوي؛ ترڅو د ټرینر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۴:۲۵
Background image

د خوست ولایت ملکي او تخصصي روغتون سره د ۱۰۶ زره ډالرو په ارزښت د اړینو طبي تجهیزاتو مرسته وشوه

یاده مرسته چې د (ICRC) نړیوالې مؤسسې له لوري وشوه، په کې بېلا بېل طبي تجهیزات (ډاپلر الټراساونډ، ډیجیټل اکسری ماشین او ځینې نور اړین تجهیزات) شامل دي، چې په مرسته به یې د ملکي روغتون. . .

BACK TO NEWS