هلمند ولایت کې دوه موټره قاچاقي درمل ونیول شول

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۳:۳۲
MOPH

دوه موټره درمل چې غوښتل یې له قاچاقي لارې هېواد ته داخل شي، د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ د جرمونو د څار آمریت له لوري په مارجه ولسوالۍ کې ونیول شول.

یاد درمل د هلمند د عامې روغتیا رئیس، مولوي فضلي احمد شفیع الله او د یاد ریاست د یو شمېر نورو مسؤلینو په لارښوونه د عامې روغتیا ریاست مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.

 دغه نیول شوی درمل چې ۶۳ قلمه او مجموعي اندازه یې ۴۶۷ کارتنه کېږي، ډېر ژر به د ټاکل شوي هیئت په شتون کې له منځه ولاړ شي.

د هلمند د عامې روغتیا ریاست د عمده درمل پلورنځیو ټولو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې په قاچاقي لارو د درملو له واردولو څخه ډډه وکړي، چې د سرغړونې په صورت کې به یې درمل ضبط او له منځه ولاړ شي او سرغړونکي به عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا سکتور د نوښتونو د بیاکتنې ملي بورډ غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د یاد وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د اقتصاد او تمویل رئیس دوکتور میرویس احمدزي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او پروان ولایتونو د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه له PUAMI مؤسسې سره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او پروان ولایتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Premiere Urgence Aid Medical International- PUAMI مؤسسې سره د (. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۳۶
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده څوارلسمه فقره

وارداتي شرکتونه مکلف دي چې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو له رارسېدو وروسته، ټول اړوند اصلي سندونه، ګمرکونو، عامې روغتیا او کرنې وزارتونو ته وسپاري او د سندونو د پړاوونو د. . .

BACK TO NEWS