د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت کارکوونکو ته شپږمه مصوبه تشریح شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۸:۴۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د مقام تر منظورۍ وروسته د شپږمې مصوبې د معرفي او تشریح په موخه د خوړو او درملو معینیت د رهبرۍ او کارکوونکو په ګډون غونډه تر سره شوه

په دې غونډه کې د خوړو او درملو مرستيال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د مسؤلینو او کارکوونکو ترمنځ پر همغږۍ، د اصولو او مقرراتو پر پلي کېدو او مراجعینو ته پر وخت او شفافو خدمتونو  وړاندې کولو ټینګار وکړ.

هغه وظیفوي مسؤلیتونه امانت وبلل او له کارکوونکو یې وغوښتل، چې خپلې دندې په اخلاص او صداقت ترسره کړي.

همدارنګه، د اړوندو مسؤلینو له لوري د شپږمې مصوبې موخې، محتوا او حکمونه په تخنیکي ډول تشریح شول. په دې مصوبه کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت بهیر د اسانتیا، د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق مخنیوي په موخه مشخصې لارښوونې او تدابیر بیان شوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۰
Background image

د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۵۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د عمومي روغتون د جوړولو چارې پیل شوې

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي میدان وردګ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د چک ولسوالۍ په سیبکو سیمه کې د ۵۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د يو عمومي روغتون د بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۸:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت کارکوونکو ته شپږمه مصوبه تشریح شوه

د عامې روغتیا وزارت د مقام تر منظورۍ وروسته د شپږمې مصوبې د معرفي او تشریح په موخه د خوړو او درملو معینیت د رهبرۍ او کارکوونکو په ګډون غونډه تر سره شوه

په دې غونډه کې د خوړو او درملو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۸:۴۳
Background image

د باکټریالوژي کلچر او انټي‌ بیوګرام پنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو آمریت له لوري د لابراتواري خدمتونو د کیفیت لوړولو او د میکروبونو پر وړاندې د میکروب‌ ضد درملو د مقاومت (AMR) د تشخیص او کنټرول وړتیا د پیاوړتیا. . .

BACK TO NEWS