ننګرهار کې د تېرې زلزلې له امله د بې سرپرسته ټپیانو لپاره ۵۰ بستریز روغتون فعالیت پیل کړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۵۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوی عبدالولی حقاني، چې یو تخنیکي ټیم او د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف یې هم ملتیا کوله، ننګرهار ولایت کې د تېرې زلزلې له امله د بې سرپرسته ټپیانو لپاره د یو لنډ مهالي ۵۰ بستریز روغتون پرانیسته وکړه، چې په کې به له کونړ ولایت څخه د انتقال شويو ټپیانو درمنله کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال وویل، هغه ټپیان چې حوزوي او نورو روغتونونو کې یې لومړنۍ درملنه او خدمات ترسره شوي دي، د نورې درملنې او پاملرنې لپاره به دې روغتون ته راوړل کېږي او ټول امکانات ورته روغتیا وزارت له خپلې بودیجې څخه برابر کړي دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS