دایکندي او کندوز ولایتونو کې واکسیناتورانو ته ۲۷ عرادې موټرسایکلونه ورکړل شول

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۱۹
moph

د کندوز او دایکندي ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د یونیسیف او تطبیق کوونکو مؤسسو په همکارۍ لرې پرتو سیمو کې د واکسیناسیون خدمتونو د پوښښ زیاتولو په موخه د Big Catch-Up پروګرام واکسیناتورانو ته ۲۷ عرادې موټرسایکلونه وویشل.

له یادو واکسیناتوارنو څخه ۹ تنه، چې تازه په کندز ولایت کې ګمارل شوي وو، له ۲۱ ورځني روزنیز کورس بشپړولو وروسته لرې پرتو روغتیايي مرکزونو ته د خپلو اړوندو موټرسایکلونو سره معرفي شول؛ ترڅو په دې سیمو کې له پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکو ماشومانو ته د روټین واکسین تطبیق کړي.

همداراز، په دایکندي ولایت کې ۱۸ عرادې موټرسایکلونه هغه واکسیناتوارنو ته چې څه موده وړاندې روزل شوي وو، وسپارل شول؛ تر څو د واکسین د تطبیق برخه کې ترې په اغېزمنه توګه کار واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۵:۱۵
Background image

پکتیکا ولایت کې د کتلوي معافیت ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

دغه ودانۍ د عامې روغتیا وزارت په هڅو او همغږۍ د یونیسیف ادارې په مالي او تخنیکي همکارۍ د شاوخوا دیارلس میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي، چې رغنیزې چارې به یې د شپږ میاشتو په موده کې بشپړې. . .

BACK TO NEWS