د روغتیايي خدمتونو مرستیال د خوست ولایتي روغتون له چارو نظارت وکړ

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۴۷
MOPH

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي خوست ولایت ته د سفر پرمهال له ولایتي روغتون څخه نظارت ترسره او هم یې د یاد روغتون له مسئولینو او روغتیايي کارکوونکو سره د ستونزو حل په موخه ناسته وکړه

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په مشرۍ یاد پلاوي د خوست ولایتي روغتون له ټولو څانګو څخه لیدنه ترسره، ستونزې یې په نښه او د حل په موخه یې د یاد ولایت تطبیق کوونکې مؤسسې، روغتیايي مسئولینو او کارکوونکو سره شریکې کړې.

ښاغلي مرستیال، په یاده ناسته کې د روغتیايي کارکوونکو ترسره کړې هڅې وستایلې، په روغتون کې یې د شته ستونزو د له منځه وړلو په موخه روغتیايي کارکوونکو ته سپارښتنې وکړې او ویې وویل: (خوست ولایت ته مو په دې موخه سفر وکړ، تر څو په دې ولایت کې روغتیايي ستونزې له نږدې وګورو او ورته د حل په لارو چارو غور وکړو).

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS