افغانستان کې د مړینو د طبي تصدیق پاڼو (Death Certificates) د ورکړې پروګرام پېژندنه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۳:۴۵
moph

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست تر چتر لاندې د افغانستان روغتیايي سیسټم کې د مړینې د طبي تصدیق پاڼو ورکول یو مهم پروګرام دی، چې د مړینو علتونه د نړیوالو اصولو او معیارونو پر بنسټ ثبت او تثبیتوي.

دا پروګرام زمینه برابروي چې د مړینو دقیق علتونه وپېژندل شي او په همدې بنسټ راتلونکي کې د روغتیايي خدمتونو ښه ‌والي لپاره هدف مند پلانونه جوړ شي؛ چې اساسي موخه یې خلکو ته غوره، باکیفیته او معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کول دي

دا پروګرام اوس مهال د څارنې او پلټنې لوی ریاست په چوکات کې په ټولو دولتي روغتونونو کې پلی کېږي او د یاد ریاست په لارښوونه به د خصوصي سکټور روغتیایي مراکزو کې هم پلی شي.

دغه راز، د خصوصي سکټور د همغږۍ ریاست په همکارۍ د څارنې او پلټنې لوی ریاست د حیاتي احصایې څانګې له لوري ۱۳ خصوصي روغتونونو لپاره دوه ورځنی روزنیز پروګرام چې د مړینو د طبي تصدیق پاڼو په اړه دی، د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت په وینا پرانستل شو.

د څارنې او پلټنې لوی رئیس د موضوع د اهمیت په اړه د پروګرام ګډونوالو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، چې دا پروګرام به د خصوصي سکټور په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د عامې روغتیا وزارت له پلان سره سم په تدریجي توګه پلی کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۵:۲۲
Background image

په بلخ، غور او جوزجان ولایتونو کې د روغتیايي او خوراکي تاسیساتو نظارت ترسره شو

د بلخ، غور او جوزجان ولایتونو روغتیايي مسؤلینو په دغو ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو، کتنځایونو، تشخیصیه کلینیکونو، د خوارکي موادو له تاسیساتو او عمده پلورنځیو څخه نظارت تر سره کړ

پ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د خصوصي روغتیايي سکټور او د مالګې د بسته بندۍ له یو شمېر کارخونو څخه نظارت تر سره شو

یاد نظارت د پکتیا ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې نظارتي تیمونو له لوري له ۱۷ بابه درملتونونو او د مالګې د بسته بندۍ له ۹ کارخونو څخه تر سره شو، چې پایله کې ۱۷ قلمه له نېټې تېر. . .

BACK TO NEWS