د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د جاني خېلو ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون نیمه پاتې چارې بیا پیل شوې

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۴:۵۶
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني پکتیا ته د سفر په ترڅ کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د جاني خېلو ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون د نیمه پاتې چارو د بیا پیل ډبره کېښوده.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، مل پلاوي، د پکتیا د عامې روغتیا رئیس ډاکټر معراج ګل عادل، یو شمېر ولایتي مسؤلینو، روغتیا پالانو او ځایي اوسېدونکو ګډون کړی و.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وویل: د عامې روغتیا وزارت د مور او ماشوم د مړینې کچې راکمولو او د باکیفیته او عادلانه روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره ژمن دی او هڅه کوي، چې په لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې ورته روغتونونه جوړ کړي.

همداراز د پکتیا د عامې روغتیا رئیس، ډاکتر معراج ګل عادل وویل، چې د دغه روغتون چارې په ۱۴۴۰ هـ ق کال کې د ٧٩ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وې خو بیا یې رغنیزې چارې نیمګړې پاتې وې او اوس د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو ځل بیا پیل شوې.

هغه زیاته کړه، دغه ٣٠ بستریز روغتون د بېلا بېلو برخو لپاره ٣٢ خونې، چې په کې ۲ عملیات خونې،۲ لابراتوارونه، ۱۰ بستر خونې او ۶ د OPD خونې شاملې دي، په نږدې راتلوونکي کې به یې چارې بشپړې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او ۲۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل په ۶مه ناحیه کې ۹روغتیایي مرکزونه د خپل سري فعالیت او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست اړوند د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په ۶مه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۴۸
Background image

د مرکز کابل د روغتونونو تشخیصیه څانګو له امرینو سره د ښې همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

دا ناسته د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست د تشخیصیه خدمتونو ریاست له لوري د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د تشخیصیه خدماتو رئیس ډاکټر محمد قاسم صاحبي او د کابل د. . .

BACK TO NEWS