د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست په انګړ کې د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د یو جوړ شوي جامع مسجد پرانیست غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۲۷
moph

دغه جامع مسجد د یو سوداګر په شخصي لګښت جوړ شوی او په یوه وخت کې د شاوخوا پنځه سوه کسانو ظرفیت لري، چې پرانیست غونډه کې د پکتیکا والي، د عامې روغتیا وزارت استازو، بېلابېلو دولتي مسؤلینو، د مؤسسو استازو، قومي مخورو او یو شمېر ځوانانو ګډون کړی و.

د پکتیکا والي جوړ شوی مسجد د دغه ولایت د ولسونو لپاره نېک ګام یاد کړ او له سوداګر څخه یې د مننې تر څنګ د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د یاد جامع مسجد سمه او لازمه ساتنه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب ریاست په تخنیکي همکارۍ د ختیځ زون د عدلي طب مسؤلینو او ډاکټرانو ته د کتلوي پېښو مدیریت تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی ټریننګ پیل شو

د یاد ټریننګ د پرانېستې پر مهال د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف وویل: (عدلي طب یو مهم او حساس مسلک دی، نو د قضیو د څېړلو پر مهال د ریښتینولۍ اصل په نظر کې نیولو سره له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت له رئیسانو او کارکوونکو سره د چارو ښه والي او پر وخت تر سره کېدو په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو او د وزارت کارکوونکو شتون درلود، د. . .

BACK TO NEWS