د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې، د ملکي خدمتونو د ګمارنې او اسانتیاوو برابرولو له رئیس، مولوي محمد حنان حقاني سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۴:۱۲
moph

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، الحاج شیخ محمد طاهر حلیم او د کارکوونکو چارو لوی ریاست مشاورینو هم شتون درلود، د روغتیا وزارت مسلکي خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې د ازموینې اخیستلو، د ازموینې له لارې بریالیو کسانو ته د مسلکي بستونو سپارلو او د ګمارنې برخه کې د شفافیت رامنځته کولو اړوند بحث او خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیا وزارت د مسلکي خالي بستونو لپاره د ازموینو اخیستلو برخه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له همېشنۍ همکارۍ مننه وکړه او د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره د عامې روغتیا وزارت مسلکي بستونو د ازموینو اخیستلو او شفافیت برخه کې یې د یادې ادارې څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دغه راز، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې، د ملکي خدمتونو د ګمارنې او اسانتیاوو برابرولو رئیس، د ازموینو اخیستلو او شفافیت برخه کې د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره یوه باوري اداره وبلله او د شفافیت برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، ډاکټر امین الله مومند او مل پلاوي له صدري ابن سینا ملي او تخصصي روغتون څخه نظارت ترسره کړ

د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس په دې نظارت کې د یاد روغتون له بېلابېلو تشخیصيه، معالجوي او اداري څانګو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست، د روغتیايي خدمتونو بهیر او شته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۴
Background image

د ۲.۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د پنجشېر ولایت روغتیايي مرکزونو د اساسي ترمیم پروژه پیل شوه

دغه پروژه د عامې روغتیا وزارت د همکارې مؤسسې «مووف» له لوري پلې کېږي، چې له مخې به یې د پنجشېر د مرکز بازارک او اوو ولسواليو روغتیايي مرکزونه په اساسي توګه ترمیم شي.

د دې پروژې د پلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تغذیوي روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه له AKHSA مؤسسې سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د تغذیوي روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا په موخه له Agha Khan Health Services Afghanistan-AKHSA مؤسسې سره د (۳۰۰۵۲۱) درې سوه زره. . .

BACK TO NEWS