د عامې روغتیا وزیر د ایران-هیلت نندارتون کې ګډون وکړ؛ د افغانستان او ایران ترمنځ د روغتیایي همکاریو د پراختیا هڅه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۵:۴۸
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي ایران هېواد ته د خپل سفر په جریان کې د ایران-هیلت په نوم د روغتیایي محصولاتو اړوند نندارتون کې ګډون وکړ، چې د طبي تجهیزاتو له بېلابېلو غرفو څخه یې لیدنه وکړه.

له یاد نندارتون څخه د لیدنې پر مهال ښاغلي وزیر وویل، د افغانستان او ایران تر منځ د روغتیا د برخې همکاریو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت رامنځته شوی، چې د دواړو لوریو پانګه وال باید له دې فرصت څخه مثبته ګټه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۳
Background image

د اصلاحاتو، بازار تنظیم او د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا په موخه د خوړو او درملو معینیت د رهبرۍ ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د اداري شورا، د دې معینیت د رهبرۍ، د بېلابېلو برخو رئیسانو او مشاورینو په شتون کې د هېواد د خوړو او درملو سکتور د فعالیتونو ښه والي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معينيت له لوري د کابل ولایت په ګزک سیمه کې ۴۹۲۱ کيلو ګرامه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي له منځه یووړل شول

دغه توکي د لابراتواري ازموینو په پایلو کې منفي تثبیت شوي، چې د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معينيت د خوراکي توکو تاسیساتو د څارنې امریت مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په بېلا بېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۱۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې ریاست له لوري د مور او ماشوم د تغذیې ملي لارښود د بیاکتنې او نوي کولو په موخه دوه ورځنی تخنیکي ورکشاپ ترسره شو

دغه ورکشاپ چې موخه یې د مور او ماشوم د تغذیې برخه کې د موجود ملي لارښود هر اړخیزه تخنیکي بیاکتنه، نوي کول او د نړیوالو شواهدو پر بنسټ د وروستیو سپارښتنو، په ځانګړې توګه د روغتیا نړیوال. . .

BACK TO NEWS