د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د درملو صنعت کارانو لپاره د ښو تولیدي کړنو (GMP) تصدیق پاڼو د وېش غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۰:۲۶
moph

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي الحاج ملا عبدالغني برادر، اداري مرستیال ښاغلي الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د کابېنې غړو، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت مرستیالانو، مرکزي او ولایتي رئیسانو، د درملو تولیدي شرکتونو مسؤلینو او د خصوصي سکټور او رسنیو استازو ګډون کړی و.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، ښاغلي الحاج ملا عبدالغني برادر د درملو برخه کې د تولیدي شرکتونو د ښو کړنو هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د ملي او نړیوالو اصولو سره سم دې د درملو تولید ته زیاته پاملرنه وشي؛ ترڅو په دې برخه کې لا زیات پرمختګ وکړو.

ښاغلي برادر همداراز، په ملي او نړیوالو پانګه والو غږ وکړ، چې روغتیا برخه کې پانګونه وکړي او د دې برخې څخه په ملاتړ د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې خپل مسؤلیت اداء کړي.

دغه راز د ریاست الوزارء اداري مرستیال، الحاج مولوي عبدالسلام حنفي وویل، هېواد ته دې د بې کیفیته درملو او خوراکي توکو له واردولو څخه په کلکه ډډه وشي او هر څوک، چې هېواد کې بې کیفیته درمل او خوراکي توکي تولیدوي او یا یې له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته واردوي له قانوني چلند سره به مخ شي.

همداراز، د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په لومړي ځل د درملو تولید برخه کې د داخلي شرکتونو دغه نوښت، یعنې د GMP تصدیق ترلاسه کول د روغتیا سکټور کې ستر او هیله بخښونکی ګام وباله او ویې ویل: په دې سره به روغتیا برخه کې داخلي تولید زیات، اقتصادي برخه به پیاوړې او روغتیا سکټور به په تدریجې ډول د ځان بسیاینې لور ته ولاړ شي.

په دې غونډه کې همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د GMP معیار تطبیق د اسلامي امارت د سالمو پالیسیو پایله وبلله او ویې ویل، اسلامي امارت په ځانګړې توګه د عامې روغتیا ژمن دی، چې په کور دننه تولیدات زیات او دا برخه لا پیاوړې کړي؛ ترڅو په راتلونکي کې پر ځان بسیا روغتیايي سکټور ولرو.

دا چې د درملو او زرقي محلولاتو دغو درېو شرکتونو (سنو فارما، ملي شفاء او TJL) د ښو تولیدي کړنو (GMP) معیارونه بشپړ کړي وو، په همدې اساس ورته د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د ریاست الوزراء د ښاغلو مرستیالانو او عامې روغتیا وزیر، پر لاسونو ورته د GMP تصدیق پاڼې وویشل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS