د ا.ا.ا د عامې وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د چین هېواد لپاره د افغانستان له سفیر، مولوي اسدالله بلال کريمي سره ناسته تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۲:۹
MOPH

په دغه ناسته کې د شانګهای سازمان په غونډه کې د ګډون او د روغتیا برخه کې د کارونو لا ښې همغږۍ په اړه بحث او خبرې وشوې؛ چې په کې مولوي اسدالله بلال کريمي د افغانستان له روغتیايي سکټور سره د چین هېواد د همکاریو، پراختیايي پروژو او طبي تجهیزاتو په اړه د عامې روغتیا وزارت سره معلومات شریک کړل.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له یادو همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو تر منځ په لا ښو اړیکو ټینګار وکړ او د روغتیا په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ هیله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او ۲۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل په ۶مه ناحیه کې ۹روغتیایي مرکزونه د خپل سري فعالیت او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست اړوند د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په ۶مه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې. . .

BACK TO NEWS