د عامې روغتیا وزارت له لوري افغان حاجیانو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د حج کمېټې ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۰:۳۰
MOPH

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت ښاغلو مرستیالانو او مرکزي رئیسانو ګډون کړی وو، چې په کې د حج مراسمو پر مهال د وقایوي تدابیرو، روغتیايي چارو ښه والي او د تېر کال ستونزو په اړه بحث او خبرې وشوې.

ښاغلي وزیر حاجیانو لپاره د اړینو درملو، روغتیايي ټیمونو، وقایوي موادو او ضروري تجهیزاتو پر چمتووالي ټینګار وکړ او د ناستې له ګډونوالو یې وغوښتل، چې دې برخه کې خپلو مسؤلیتونو ته لا زیاته پاملرنه وکړي؛ ترڅو حاجیان د مناسکو پر مهال له روغتیايي ستونزو خوندي او د اړتیا پر مهال ورته لازم روغتیايي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS