د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ ریاست په خوست ولایت کې د طبي پاتې شونو  (زبالو) د مدیریت په اړه ورکشاپ ترسره کړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۳۳
moph

یاد ورکشاپ چې د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ ریاست تخنیکي ټیم له لوري د روغتیایي خدمتونو د تنظیم امریت په مشرۍ د خوست ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست په تالار کې ترسره شو، په کې د چاپېریال ساتنې رئیس، د یاد ریاست کارکوونکو، د زبالو د تنظیم کمېټې غړو، د ولایت مقام استازو، د عامې روغتیا ریاست، ښاروالۍ او د خوست ولایت د روغتیايي مرکزونو مسؤلینو ګډون درلود.

همدارنګه، د جهاد افغان تنظیفي شرکت څخه هم نظارت وشو او د یاد شرکت مسؤلینو ژمنه وکړه، چې د شرکت نیمګړتیاوې به د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ ریاست د تخنیکي ټیم له لارښود سره برابر کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د طبي شورا لوی رئیس ډاکټر فقیر محمد زیار او يو شمېر نورو مسؤلينو په شتون کې خصوصي روغتونونو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

په جوزجان او خوست ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیایي کتنځایونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري ترسره شو، پایله کې یې په جوزجان ولایت کې ۴۷ قلمه بې‌ کیفیته او له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي زیرمتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

په شمالي حوزه کې د ۲۰۲۵ هـ ش کال د روټین کتلوي معافیت پروګرام د فعالیتونو بیاکتنې درې ورځنی ورکشاپ تر سره شو

دغه پروګرام د افغانستان د کتلوي معافیت رئیس ډاکټر عبدالحکیم همت په مشرۍ د بلخ، سرپل، جوزجان او سمنګان ولایتونو د کتلوي معافیت مدیرانو، تخنیکي کارکوونکو او د همکارو بنسټونو د استازو په. . .

BACK TO NEWS