د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي او ورسره مل پلاوي بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ سل بستریز روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۱۱
MOPH

ښاغلي وزیر په دې لیدنه کې چې د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم ،د بغلان د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقهار احمدي او یو شمېر نورو مسئولینو یې ملتیا کوله، د مرکزي بغلان ولسوالۍ سل بستریز روغتون له بېلابېلو برخو د لیدنې پرمهال مسئولینو او روغتیایي کارکوونکو ته د روغتیایي خدمتونو ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

له بل لوري د یاد روغتون روغتیاپالو او مسئولینو د معیاري خدمتونو وړاندې کولو ډاډ څرګند کړ.

د یادونې وړ ده د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د مرکز او ولایاتو ټولو اوسیدونکو ته یو ډول او عادلانه خدمات وړاندې شي چې په همدې موخه د هیواد په نږدې ۳۱۸ ولسوالیو کې د ولسوالۍ د کچې عمومي روغتونو جوړولو چارې روانې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS