نږدې شپیته تنه مسلکي اشخاص د سیمه ییزې ایپیډیمیالوژۍ په برخه کې له زده کړو تر سره کولو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۴:۳۱
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري نږدې شپیته تنه مسلکي اشخاص د ارتقاء ظرفیت په موخه د سیمه ییزې ایپیډیمیالوژۍ په برخه کې له زده کړو تر سره کولو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ کړل شول.

یاد مراسم چې په مرکز کابل کې تر سره شول ، د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت ، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي ، د وزارت یو شمیر مرکزي رئیسانو او  د هیواد له بیلا بیلو ولایتونو راغلیو فارغانو شتون شتون درلود.

د افغانستان د عامې روغتیا ملي انسټیټوټ د روغتیایي سیستم د ودې او لا پرمختګ په موخه له داخلي بودیجې او د نړیوالو همکارانو په مرسته هڅه کوي چې د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونه برخه کې هر اړخیز کار وکړي ، چې په همدې ترڅ کې نږدې شپیته تنه د پنځم کوهورټ له منځنۍ ایپیډیمیالوژي او د روغتیايي سیستم د تقویې برنامې څخه له زده کړو وروسته فارغ کړل شول ، د عامې روغتیا مالي او اداري چارو مرستیال د دې مراسمو په ترڅ کې وویل : که غواړو چې روغتیایي سیستم مو پرمختګ وکړي باید له څیړنې او تحقیق کار واخلو ، چې دا به وکولای شي ستونزې په نښه او د سیستم د ښه والي لپاره کړنې تر سره شي نوموړي همدارنګه د یادې برنامې پر مؤثریت او ارزښت هر اړخیزه وینا وکړه او فارغان یې د ناروغیو په کنټرول او د سیستم په جوړونه کې ارزښتمن وبلل ، همدارنګه د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د خپلې وینا په ترڅ کې فارغان خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کړل او له دې وروسته یې د خدماتو په برخه کې د دوۍ د مسؤولیت اړوند لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب ریاست په تخنیکي همکارۍ د ختیځ زون د عدلي طب مسؤلینو او ډاکټرانو ته د کتلوي پېښو مدیریت تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی ټریننګ پیل شو

د یاد ټریننګ د پرانېستې پر مهال د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف وویل: (عدلي طب یو مهم او حساس مسلک دی، نو د قضیو د څېړلو پر مهال د ریښتینولۍ اصل په نظر کې نیولو سره له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت له رئیسانو او کارکوونکو سره د چارو ښه والي او پر وخت تر سره کېدو په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو او د وزارت کارکوونکو شتون درلود، د. . .

BACK TO NEWS