قطر هېواد ته د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال سفر!

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۱:۵۲
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني قطر هېواد ته د سفر په ترڅ کې د پولیو له منځه وړلو نړیوالو نوښتونو کنفرانس کې ګډونوالو ته وینا ترسره کړه.

په دې کنفرانس کې په قطر کې د افغانستان سفیر محمد سهیل شاهین، د افغاني سرې میاشتې مرستیال عزیزالرحمن، د بېل ګېټس بنسټ او د پولیو محوه کولو نړیوال ابتکار (GPEI) استازو او روغتیا پالانو شتون درلود.

 د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني یاد کنفرانس د افغانستان روغتیايي سکټور د موجوده حالت په اړه د نړیوالو روغتیايي شریکانو سره د بحث او همغږۍ لپاره مهم فرصت وباله او ویې ویل، اوس په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت رامنځته شوی دی او په کار ده، چې د افغانستان روغتیايي سکټور د پیاوړتیا لپاره له دې فرصت څخه ګټه واخیستل شي، روغتیايي خدمتونه با کیفیته شي او هغه سیمو ته وغځول شي، چې پخوا یې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود، چې له نېکه مرغه د افغانستان عامې روغتیا وزارت په دې برخو اساسي کار پیل کړی؛ تر څو روغتیايي سکټور د ښه والي ترڅنګ په تدریجي ډول د ځان بسیاینې لور ته یوسي.

ښاغلي مرستیال زیاته کړه، تر ټولو مهمه دا ده چې ښه همغږي ولرو؛ تر څو په یوه سیمه کې د ورته خدمتونو له وړاندې کولو څخه مخنیوی وشي او منابع په مؤثره توګه مصرف شي، اسلامي امارت د نړیوالو، داخلي او بهرنیو مؤسساتو سره پوره همکار دی؛ تر څو په ګډه وکولای شو له افغانستان څخه د پولیو ناروغي محوه کړو او له پولیو څخه پاک افغانستان ولرو، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره باید د واکیسن پوښښ پراخ او پر روټین او اوټریچ واکسین باید تمرکز زیات شي.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال همداراز، له ګډونوالو وغوښتل، چې هېواد ته بېرته راستنېدونکي افغانان هم باید له پامه ونه غورځول شي او دې برخې ته هم باید لازمه پاملرنه وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS