د خوړو او درملو معینیت پنځه دیرش تنو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه پنځه ورځنی ټرینینګ ورکړل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۰:۲۱
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت پنځه دیرش تنو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د درملو، نباتي یا ګیاهي محصولاتو، طبي تجهیزاتو، روغتیايي محصولاتو او واکسینو دوسیو ارزونې پنځه ورځنی ټرینینګ ورکړل شو.

د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکتر نعیم الله ایوبي یاد ټرینینګ د وطني محصولاتو پیاوړتیا لپاره اړین وباله او له ګډونوالو یې غوښتنه وکړه، چې زده شوي تدریسي میتودونه په خپلو چارو کې عملي او همکارانو سره یې شریک کړي.

ګډونوالو د یاد ټرینینګ په ترسره کېدو خوښي وښوده او د ورته نورو ټرینینګونو د جوړېدو غوښتنې سربېره یې ژمنه وکړه چې زده شوي میتودونو ته به خپلو ورځنیو چارو کې عملي کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS