کابل ښار کې د یو شمیر پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۴:۹
MOPH

د روژې مبارکې میاشتې نظارتي پلان له مخې د عامې روغتیا وزارت خوړو او درملو معینیت ګډ ټیم د کابل په یو شمېر ناحیو کې د خوراکي توکو له ۱۴۰ عمده پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړی.

یاد نظارت د خوړو خوندیتوب ریاست اړوند، سرویلانس، تحلیل او نظارت آمریتونو د یو ګډ ټیم له لوري په څلورمه، پنځمه، لسمه او یوولسمه ناحیه کې ترسره شوی، چې پایله کې یې په زیاته اندازه له نېټې تېر توکي لکه؛ غیر الکولي مشروبات، بېسکویټ، کیک، لبنیات، معدني اوبه او ورته نور توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه اړوند ځای ته ولېږدول شول.

د یادونې وړ ده، چې دغه نظارتونه د غیر مجاز او نېټې تېر خوراکي توکو پلور څخه د مخنیوي په موخه ترسره شوي او د روژې مبارکې میاشتې کې به په ورځني ډول دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS