د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذې ریاست له لوري د (شدیدې خوارځواکۍ د مدغم مدیریت لارښود) تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۲:۳۲
moph

د دې ورکشاپ موخه د یادې برخې د لارښود بیا کتنه او نوي کول او د روغتیا نړیوالې ادارې د نویو لارښوونو او د هېواد حالاتو او کړنو، په پام کې نیول دي، ترڅو ټول روغتیايي پرسونل او په ځانګړي توګه هغه پرسونل چې په دې برخه کې خدمات تر سره کوي ګټه واخلي.

د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذې رییس ډاکټر حکمت الله معصومي وویل: د عامه تغذې او ټولو همکارو ادارو د تخنیکي او مسلکي هڅو په پایله کې به دغه نوی لارښود د ټولنې وګړو د لا ښه خدمت لپاره وړاندې او په عملي ساحه کې به د ډاکترانو او د پروګرام د سمبالوونکو لپاره یوه ارزښتناکه وسیله شي، څو له مخې یې ټول هېواد کې د شدیدې خوارځواکۍ درملنه په ښه او مناسب ډول پر مخ یوړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS