د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي فراه ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ولایتي روغتون څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۴:۲۷
moph

په دغه نظارت کې چې د مل تخنیکي پلاوي په ملتیا ترسره شو، د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یاد روغتون ټولو څانګو څخه لیدنه وکړه، ستونزې یې یاداشت او د حل بشپړ ډاډ یې څرګند کړ.

 د عامې روغتیا وزیر همداراز روغتیايي کارکوونکو ته د خپلې وینا په ترڅ کې په دغه ولایت کې د ولسوالیو کچې عمومي روغتونونو جوړېدو، روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د روغتیايي خدماتو پراخېدو ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې شته امکاناتو څخه په پوره ګټې اخیستنې ناروغانو ته معیاري خدمات وړاندې او غوره درملنه یې وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS