کنړ ولایت کې د یو بنسټیز روغتیایي مرکز د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۳:۲۰
MOPH

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کونړ ولایت ته د سفر پرمهال د دې ولایت مرکز اسعداباد اړوند تیشې سیمه کې د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت د یو بنسټیز روغتیایي مرکز د جوړېدو بنسټ ډبره کېښوده.

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي،د کونړ عامې روغتیارییس قاري مظفر خان مخلص، قومي مشرانو، دیني عالمانو د یو شمېر ادارو رییسانو او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي د یاد روغتیایي مرکز د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې هېوادوالو ته د معیاري روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ او هم یې د تیشې د سیمې اوسیدونکو  لپاره د یاد روغتیایي مرکز جوړېدل مهمه لاسته راوړنه وبلله.

د دغه روغتیایي مرکز تعمیراتي چارې د یو  هېوادوال په مالي همکارۍ پیل شوې چې په جوړېدو سره به یې شاوخوا پنځلس زره خلک له روغتیایي خدمتونو برخمن شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS