د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د روغتیا د برخې له یو شمیر مسؤلینو سره ولیدل

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۹:۳۳
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان د ختيځې حوزې عمومي مشرې اغلې حنان حسن البلخي، د یونیسف سازمان د ختیځې حوزې مشر، د بیل ګیټس بنسټ استازي، د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسیف مسؤولینو او د روغتیا په برخه کې د دې ادارو یو شمېر نورو مسئولینو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو پر  پراختیا، د پولیو واکسین او د دې ناروغۍ د مخنیوي اړوند هڅو پر پیاوړتیا، د لویو لارو په اوږدو کې د روغتیایي مرکزونو جوړېدو، د خوارځواکو ناورغانو د درملنې، د دې ناروغۍ د مخنیوي او سروې، د ساري ناروغیو پر کنټرول او د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو د جلب اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او بیل ګیټس بنسټ همکاري اړینه وبلله او د یادو ادارو له مسئولینو یې غوښتنه وکړه، چې د روغتیا وزارت سره په ګډه همغږۍ دې په هغو برخو کار وکړي، چې زمونږ لومړیتوبونه او اړتیاوې دي؛ ترڅو  هېوادوالو ته په غوره توګه روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.

بل لور د یادو نړیوالو ادارو مشرانو په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت د ارزونې راپور شریک او د روغتیايي برخې پیاوړتیا لپاره یې د سیمې د هېوادونو د مرستې په جلب او همکارۍ د ژمنې تر څنګ د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS